ارزګان کې وسلې نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې پولیسو د یو قاچاقبر او د برښنا شرکت رییس له کورونو زیات شمېر وسلې ترلاسه کړي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ارزګان ولایت د برښنا شرکت رییس له کور څخه وسلې او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي، خو رییس د نیولو هڅې روانې دي.
له وزارت خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې له دې سره همهاله د دستګیر په نوم یو قاچاقبر له کور څخه هم وسلې او مهمات ترلاسه شوي او دستګیر د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
دا وسلې د کشفي راپور په اساس نیول شوي او په دې تړاو پلټنې رواني دي چې له دې وسلو څنګه ګټه اخیستل کیدله.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments