ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، دا عملیات تیره شپه شوي دي.
خاص ارزګان ولسوالۍ کې د عملیاتو تر څنګ ځانګړي چاپې هم وهل کیږي چې طالبان پکې وژل شوي دي.
طالبان هلته د ځانګړو عملیاتو څخه سخت په تنګ راغلي او هڅه کوي خلک د شپنیو عملیاتو پرضد وهڅوي.
دا ولسوالي اوس نسبت امن شوې او د طالبانو پټنځایونه پکې له منځه تللي دی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments