ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي چې په ارزګان کې يې د هوایي بریدونو په پایله کې ۸ طالبان وژلي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان عبدالولي حقمل وایي افغان هوایي ځواکونو د طالبانو پر یو موټر برید کړی دی.
حقمل وایي، دغه برید تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند سیمه کې شوی چې په موټر کې سپاره ټول طالبان وژل شوي.
حقمل وایي په برید کې د طالبانو وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments