ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د هوايي او ځمکني عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مرستیال ویاند احمدصادق عیسی وايي، د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند “تپه شاه منصور او چشمه میزان” سيمو کې افغان ځواکونو عملیات کړي دي.
عیسی وایي د عملیاتو په پایله کې اولس طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د عیسی په خبره؛ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو یو پټنځای، وسلې او ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments