ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵ طالبان وژل شوي.

سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا بریدونه تیره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند د ګرم آب په درازجوی سیمه کې شوي دي.

هوایي بریدونو کې طالب قومندان ملا رحیم الله چې په فرقاني مشهور دی له ۵ وسله والو ملګرو سره وژل شوي.

ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند او ځینو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي چې تر دې دمه بریالي دي.

عملیاتو کې ځینې سیمې له طالبانو نیول شوي او سخته مرګ ژوبله ور اووښتې ده.

عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments