ارزګان کې طالبان د مخابراتي شبکې دوه پایې سوځولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ځایي چارواکي وایي چې افغان وسله والو په دهراوود ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې دوه پایي سوځولي دي.
د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مرستیال جان محمد کریمي نن وویل وسله والو طالبانو دغه پايې چي د افغان بیسیم خصوصي شرکت اړوند دي یوه يې په اچکزايي کلي کې او بله هم په څراغ کلي کې سوځولي دي.
د نوموړي په وینا دا تر اوسه معلومه نه ده چي طالبانو دغه پايې ولې سوځولي، خو زیاتوي چې وړمه ورځ یاد شرکت د څو ساعتونو لپاره خپل فعالیت پیل کړی ؤ.
باید وویل سي په اروزګان کي له سلام مخابراتي شرکت پرته چې کمزوری فعالیت لري نورې تولې شبکې په ۲۴ ساعتو کي ۲ ساعته فعالیت لري.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments