ارزګان کې طالبانو یوه ملکي اداره په بمونو الوځولې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ارزګان: وسله والو طالبانو د ارزګان د یوې موقتي ولسوالښ نوې جوړه شوې ودانۍ چي لا هم پکي رسمي چاري نه ترسره کېدې په بمونو الوزولې ده.
د ارزګان ختیځ ته چنارتو ولسوالي چې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ تر څنګ ګڼي نوري دولتي ادارې پکي فعالي دي خو حکومت رسمي کړې نه ده او تېره شپه طالبانو له منخه وړې ده.
د ارزګان امنیه قومندان محمد معروف احمدزی وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغي ولسوالی په نوې جوړه شوې ودانۍ ډلییز بریدونه پېل کړي وه چي په مهال یې درې د ملي اردو سرتیري شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
د احمدزي په خبره، په دې نښته کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي چي د دریو تنو وسله والو طالبانو جسدونه له څلور میله وسلو سره سیمه کي پاتي شوي.
د قومندان په وینا ولسوالی ته هوايي ځواک رسېدلی او جګړه یې مهار کړې ده.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments