ارزګان کې طالبانو په خلکو لارې تړلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان د لیرې پرتو سیمو خلک مرکز او مرکز خلک لیرې پرتو سیمو ته په اسانه نه شي تللی.
هلته خلک وايي، طالبانو محاصره کړي چې نه مرکز ترینکوټ ته تللی شي او نه هم له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته تللی شي.
هلته د طالبانو د دې ظلم له کبله څو کیلو میټره پلی مزل کوي او بیا ځان تر مرکز رارسوي.
د ارزګان پولیس له خلکو غواړي چې طالبانو باندې فشار راوړي چې لوی لارې خلاصې کړي.
امنیه قومندان ویلي چې ځینو سیمو کې د عملیاتو پلان لري چې ورسره به لارې خلاصې شي، خو هغه سیمو کې دې لارې خلک خپله خلاصې کړي چې طالبان پکې غلچکي راوځي او دوی د پوستو اچولو توان نه لري.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *