ارزګان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

2 Views

هندوکش- ارزګان: چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د
مرکز ترین کوټ په ملازي کلي کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په
پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې
او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments