ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

comments 0

10 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۷۲ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې، رغنیزې چارې یې ۹۰سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ارزګان ولایت د کرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې دغه پروژې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د دې ولایت په ولسوالیو کې هم پلي کیږي، چې رغنیزې چارې یې تر یوې اوونۍ بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی خیري وویل: «ارزګان کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۷۲ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو لپاره دوه سارک سړې خونې جوړول شاملدي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ددې ترڅنګ پر کروندګرو مېرمنو د مېوو اوسبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې هم ددې پروژې له لارې وېشل شوي دي.»
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
ننګالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments