ارزګان کې د پستو باغونه جوړیږي

comments 0

11 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان ولایت ځینو ولسوالیو کې د پستې او بادامو نوي باغونه جوړېږي.

د ارزګان د کرنې ریاست وایي، په پلان کې لري چې سږ کال د دغه ولایت پر ۲۷۴ جریبه ځمکه د بادام او پستې نوي باغونه جوړ کړي.

مسؤلین وایي، هڅې یې پيل کړي چې ٥٠٠ کروندګر په عصري بڼه وروزي او بيا ورته اړين وسايل هم په واک کې ورکړي.

دغه باغونه به ۱۷۸ د بادام او ۹۶ نور د پستې وي.

تر دې وړاندې کندهار کې ځینو ځمکو باندې د بادامو او پستو باغونه جوړ شوي چې ښه پایله یې ورکړې ده.

دا ډول باغونه د کوکنارو د کښت ښه بدیل کیدلی شي.

عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments