“ارزګان کې د مدرسو فارغانو ته د پاکستان سندونه ورکول کېږي”

comments 0

4 Views

هندوکش ــ ارزګان: د ارزګان ولایت یو شمېر مدني فعالان او خلک وايي، په دغه ولایت کې ګڼ شمېر دیني خصوصي مدرسې شته چې له دولت سره ثبت نه دي.
د دغو مدرسو زده کونکي وايي، یادې مدرسې ورته د فراغت په وخت کې د پاکستان د مدرسو سندونه ورکوي.
د یاد ولایت د حج اوقافو ریاست مسؤلین مني خو وايي، د دغو دیني مدرسو مسؤلین نه غواړي چې مدرسې یې ثبت او راجسټر شي.
مدني فعالانو غوښتنه کړې چې د یادو مدرسو دیني عالمان او حکومت باید یو تر بل سره همکار شي او د ټولنیزو ستونزو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments