ارزګان کې درې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وايي د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې یو پولیس شهید شوی او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ددغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تېره شپه درې وسله وال طالبان له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان وايي، په نښته کې د ولسوالۍ یو پولیس هم شهید شوی دی.
امنیه قوماندان اخترمحمد وایي، چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالی مرکز اړوند کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو برید کړی او یاده مرګ ژوبله اووښتې.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply