ارزګان: پرطالبانو بریدونه زیات شوي

comments 0

29 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وایي، ارزګان ولایت کې د حکومت له لوري د اوربند په پای ته رسیدو پر طالبانو هوايي او ځمکني عملیاتو زور اخیستی.
د ارزګان چهار چېنو ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسي وايي، دغو عملیاتو کې افغان هوايي ځواکونو هم د طالبانو پر سنګرونو بریدونه کړي چې د هغوی یو شمیر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي.
سرچېنه وايي، د چورې ولسوالۍ خلج سیمې چېنې کلي کې هم د ملي اردو توپچي بریدونو کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
طالبانو بیا ادعا کړې چې چهار چېنو ولسوالۍ کې یې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې د قوماندان په ګډون یې څلور پولیس وژلي د ي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments