ارزګان ولایت کې ۵تنه طالب جنګیالي وژل شوي

comments 0

14 Views

هندوکش ــ ارزګان: د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې وسلوال طالبان حاکمیت لري، هلته ټولې عام المنفعه ځایونه او پروژې له منځه وړي او په جګړه کې ترې د سنګرپه تو ګه ګټه اخلي.
امنیتي چارواکي زیاتوی، چې په ارزګان ولایت کې وسلوالو طالبانو ته یاده مرګ ژوبله هغه مهال واوښته، چې طالبانو په عمومی سړک لویې کندې ویستلې وې او غوښتل یې له همدې ځایه په افغان ځواکونو بریدونه ترسره کړي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments