ارزګان ولایت کې ۳تنه طالبان ووژل شول

comments 0

420 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۳ تنو وسلوالو طالبانو په نیول کیدو سربیره د طالبانو د مهماتو او وسلو یوه زیرمه، چې په کې مختلفې وسلې موجودې وې له منځه وړل شوې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments