ارزګان ولایت کې ۲۱۰ نارینه او میرمنې په حرفوي زده کړو بوختې دي

comments 0

206 Views

هندوکش ــ ارزګان: د ارزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې ۲۱۰ میرمنې او نارینه په حرفوي زده کړو بوختې دي، ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې دخپل ژوند دځان بساینې لپاره په خپلو مټو ځان ته دژوندکولو اسانیتاوي برابرې کړي.
دارزګان ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، چې دحرفوي زده کړو پروژه شپږ میاشتې دوام کوي،او دزده کړو دترلاسه کولوپه پاي کې به زده کوونکو ته دهرې حرفې ځانګړي سامان الات ددوي په اختیار کې ورکړل شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments