ارزګان: د غلچکي بریدونه ډله نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ملي امنیت ځواکونو په ارزګان کې د غلچکي بریدونو او ماین اېښودنې پنځه کسیزه ډله نیولې ده .
د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان ویلي، دغو کسانو اعتراف کړی چې په مرکز ترینکوټ کې یې اته دولتي کسان وژلي او دولتي موټرو باندې یې پنځو بمونو ته هم چاودنه ورکړې ده.
د پټان په وینا چې دغې ډلې د نورو دولتي کسانو د وژنې قصد هم درلود چې موخو ته تر رسېدلو وړاندې نیول شوي دي .
دا ډله تېره ورځ د مرکز ترینکوټ په څنډه کې د کشفي راپور په اساس د ملي امنیت ځواکونو نیولې او والي ډاډه دی چې په دې لاس ته راوړنې سره به د ترینکوټ په امنیت کې ښه والی راشي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply