ارزګان: د طالبانو یو قومندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د پوځ مسوولین وايي، له طالبانو سره د افغان ځواکونو په نښته کې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت سیمه ييز امنیتي چارواکې وايې، تیره شپه وسله والو طالبانو مرکز ترینکوټ کي د افغان ځواکونو پر یو شمیر امنیتې کمربندي پوستو بریدونه وکړل چې څو ساعتونه يې دوام وکړ.
د امنیه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان زین الله چي په ملک مشهور دی، وايي په نښته کي د یوه سرګروپ په ګډون چي ملا ودود نومیږي درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه نښته کي پولیسو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply