ارزګان: د طالبانو ډله‌ییز برید مات شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د طالبانو ډله ییز برید د هغوی په درندې مرګ ژوبلې پای ته رسیدلی دی.
دا جګړه تیره شپه د ارزګان چورې ولسوالۍ وروسته له هغې وشوه چې طالبانو د ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
په سویل کې د دوه سوه پنځه اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحی علوي وايي، د ملي اردو سرتیرو ځوابي برید کې ۲۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.
علوي وايي، په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments