ارزګان: د طالبانو دوه سرګروپان ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزگان: د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند تالاني سیمه کې تېره ورځ د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال اوه طالبان وژل شوي دي.
سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه سرګروپان ملا اکرم او حاجي لالا هم شامل دي.
د خبرپاڼې په لیکنه، عملیاتو کې د طالبانو څلور نور ملګري ټپيان شوي هم دي.
دغو عملیاتو کي د وسلوالو طالبانو ۵ عرادې موټرسایکلونه او یوه عراده موټر هم له منځه وړل شوي.
عبدالله اڅکزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply