اردوغان: کردي وسلوالو ته خبرداری ورکړی

comments 0

147 Views

هندوکش ــ ترکیه: اردوغان کردي وسله والو ته له امنو سیمو د وتلو په موخه یوه اوني وخت ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي که دغه وسله وال له امنو سیمو په شا نه شي نو ترکي ځواکونه به په سیمه کې ټولې ترهګرې ډلې وځپي.
اردوغان وایي کردي وسله وال باید د ترکیې له پولې ۳۵ کیلومتره په شا شي ځکه دغه ډلې ددوی امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه له پوتین سره تر لیدنې وروسته هوکړه کړې وه چې دغه ډلو ته به د وتلو لپاره وخت ورکوي.
اردوغان یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې په یوه اوني کې باید دغه کسان له دې سیمې ووځي چې له دې پرته به ترکي ځواکونه ټول وسله وال وځپي.
د ده په وینا کردي وسلوال که په ټاکل شوي وخت کي له دغو سیمو ونه وځي ترکي ځواکونه به د دې په وړاندی خپل نظامی عملیات د سره شروع کړي او دوی به په زور له دغو سیمو وباسي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments