اردغان لوړه وکړه

comments 0

625 Views

هندوکش – ترکیه: رجب طیب اردغان د ترکیې د ولسمشر په توګه بیا لوړه وکړه.
د ولسمشرۍ د راتلونکې دورې سره به د اردغان واکمني ۱۵ کلنه شي.
د تیرې اونۍ پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې دواړه د اردغان ګوند وګټلې چې د راتلونکو پنځه کلونو لپاره په واک کې پاتې شي.
اردغان تیر کال د یوه ریفرنډم په ترڅ کې د لومړي وزیر دنده له تشکیل لرې کړه او ټول واکونه یې ځان ته انحصار کړل.
هغه تازه خپل زوم د ترکیې د مالیې وزیر په توګه ټاکلی او کارپوهان وايي چې دا د قدرت د انحصار یو ښه ثبوت دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments