اختر کې د کانګو ناروغي ثبت شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اختر په شپو او ورځو کې د کانګو ناروغۍ ۱۴پېښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي، د لوی اختر په درې ورځو کې، ۱۴ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ډاکترانو اندېښنه ښودلې چې ښایي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
د عامې روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې چې له لوی اختر نه څو ورځې وړاندې خپور شو، ویلي و چې په روان زیږدیز کال کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې ۲۴۹ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي چې له امله ۳۴ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.
د وینې بهوونکې تبې یا کانګو ناروغۍ د کني له لارې، د څارويو د حلالې پر مهال او یا له حلالې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو سره د تماس له امله انسانانو ته انتقالېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments