احمد ضیاء سراج ولسي جرګې د ملي امنیت د رئیس په توګه تائید کړو

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې نن (سه شنبه) د ملي امنیت د عمومي ریاست لپاره نوماند احمدضیاء سراج ته د باور رایه ورکړه.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۴۴ وکیلان حاضر وو چې له جملې یې ۲۲۰ کسانو ښاغلی احمد ضیاء د افغانستان د استخباراتي ادارې د مشر په توګه تائید کړو.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې ښاغلي سراج د ملي امنیت عمومي ریاست ته د نوماند په توګه خپله برنامه ولسي جرګې ته تشریح کړې وه، نوموړي هغه مهال ویلي و«حقیقت دا دئ چې نه دایمي ملګری لرو او نه دایمي دښمن، هغه څه چې موږ ته تلپاتې دي، زموږ ملي ګټې دي. ددې لپاره، د ملي امنیت عمومي ریاست په ځیرکتیا، درایت او استقامت د ملي ګټو د تامین او ساتنې لپاره مبارزه کوي او قرباني ورکوي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments