احمد ایشچي: که حکومت د دوستم پلوې وکړي نړیوال محکمې ته مراجعه کوم

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د جوزجان پخوانې والي او د حزب جنبش پخوانې غړي پر حکومت غږ کړې چې سیاسي معاملو په مقابل کې به جدي غبرګون وښیم.
د جوزجان پخوانی والي چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې په جنسي ځورونه تورن دی وایي، پر جنرال دوستم حقوقي دعوه لري او هېڅ ارګان حق نه لري، چې له څیړنې پرته د نوموړي قضیه پای ته ورسوي.
نوموړې وایي ، په دې تړاو د سترې محکمې پریکړې ته په تمه دې او که چیرې دولت عدالت تامین کړاې نشو نو، نړیوالې محکمې ته مراجعه کوي.
وروستیو کې داسې راپورونه خپور شوي چې، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ترکیې ته تللي او جنرال دوستم سره په کتنه کې نوموړي سره ژمنه کړې چې له ایتلاف څخه د وتلو په بدل کې به د احمد ایشچي قضیه پای ته ورسوي او پخواني امتیازات به بیرته ورکړل شي.
خو بیا احمد ایشچي وایي، پر جنرال دوستم حقوقي دعوه لري او په دې قضیه هر راز سیاسي معامله کول به له غبرګون سره مخ شي. په دې اړه بیا ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه خپره کړه چې پکې دهیواد عدلي اوقضایي ادارو ته امر ورکړل شوې وه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال قضیه یو طرفه کړي او که تورونه پرې ثابت نه شول، کولای شي خپلې دندې ته راوګرځي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply