احمدي: سیاسي پاسپورټ بې مسوولیته کس ته نه ورکوو

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګڼي سیاسي پاسپورټونه په ناقانونه توګه اشخاصو او افرادو ته وېشل شوي دي.
په بهرنیو چارو وزارت نیوکه ده چې له سیاسي پاسپورټونو ناسمه ګټه پورته کېدای شي او که بې مسوولیته کسانو ته یې د ویش مخه و نه نیول شي، باور به راکم شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، په تېرو درې کلونو کې له څلور زرو زیات پاسپورټونه بې اعتباره اعلان کړي او اوس یوازې له دوه زره، اوه سوه او پنځه اویا پاسپورټونو ګټه اخېستل کېږي.
د احمدي په خبره، اوس سیاسي پاسپورټونه یواځې هغو کسانو سره دي چې مستحق یې دي او هیڅ ډول بې باوري پرې نشته.
وروستیو راپورونو په ډاګه کړې وه چې سیاسي پاسپورټونه په زیاته اندازه نامسووله کسانو ته ویشل شوي چې هیڅ ډول ارزښت یې نه لري او د پاسپورټ باور ته زیان رسوي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments