احمدضیا مسعود وایي په کابل او ولایتونو کې د لاریونونو لپاره تیاری کوي

comments 0

0 Views

تاند – د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشرغني پخوانی استازی، احمدضيا مسعود، وایي چې د هغه حلقه په دې کار کوي چې په کابل کې پراخ خلکي لاریونونه پیل کړي.

د ښاغلي مسعود په رسمی فیسبوک پاڼه خپاره شوي تازه معلومات ښیي چې د هغه په چاپېر قوماندانانو، د خلکو استازو او د ګذر وکیلانو په دې هکله خبرې وکړې چې موجود حکومت واک پرېږدي او دا چې هغوی به په دې لړ کې په مرکز او ولایتونو کې پراخې غونډې ترسره کړي.

مسعود وایي چې د ولسمشر غني د حکومت دوام کیدای شي چې په هېواد کې بحران رامنځته کړي.

ویل کیږي چې ولسمشرغني د ښې حکومتولۍ په برخه کې خپل استازی احمدضیا مسعود نژدې دوه اونۍ وړاندې په خپل کار کې د بې کفایتۍ له امله له دندې ګوښه کړ.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply