احمدابا کې ډله ییز بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پولیس وایي، تیره شپه په زرمت او احمدابا ولسوالیو کې وسله والو په دوو پوستو ډلییز بریدونه کړي.
د امنیه قوناندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي چې د زرمت په اوږد دیوال او د احمدابا په سپین غر پوستو لسګونه وسله والو بریدونه پیل کړل چې څو ساعته دوام یې وکړ او وروسته په شا وتمبول شول.
تبسم وایي چې دغه بریدونو کې دوه پولیس وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان دي.
سردار ولي تبسم وایي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتی خو د شمیر په اړه یې کره مالومات نه لري.
که څه هم امنیه قومانداني د پوستو سقوط ردوي خو د زرمت اوسیدونکي وایي چې د ولسوالۍ په یو کیلو مترۍ کې پوسته سقوط شوې او اووه سرتیري وژل شوي دي
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments