اته داعشیان وژل شوي او یو له جګړې لاس واخیست

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، د اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې د پوليسو په هڅو د تحويل په نوم يو داعش وسله وال د يو ميل کلاشنکوف، يو ميل تومانچې او يو ميل پپشې ماشيندارې سره سولې بهير سره يو ځای شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، ياد داعش وسله وال د ننګرهار ولايت په اچين، کوټ او يو شمېر نورو ولسواليو کې تخريبي کړنې تر سره کولې، چې د حقيقت په درک کولو سره له وسله وال مخالفته لاس په سر شو.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د اتو داعش وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د دوی د وسلو دوه زيرمې لمنځه يوړل شوې.
د ننګرهار د والي عطاءالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې تېره ورځ جيټ الوتکو د اچين ولسوالۍ نرګوسۍ او خمونو سيمه کې د داعش وسله والو پر پټن ځايونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې اته داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د وسلو دوه زيرمې لمنځه وړل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *