اتمر: طالبان باید د امنیت شورا د پرېکړه‌ لیک له مخې د اوربند هرکلی وکړي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ کابل: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر له طالبانو غوښتي، چې د امنیت شورا او نړیوال سازمان د پرېکړه‌لیک له مخې د اوربند هرکلی وکړي. ښاغلي اتمر (دوشنبه، وږی، ۲۴) پر خپله ټوېټرپاڼه دا څرګندونې کړې او طالبان یې اوربند ته رابللي. ښاغلی اتمر وايي، هیله‌من دی، چې طالب پلاوی له افغان دولت سره د خبرو په جریان کې اوربند ومني او جګړه ودروي.
تر دې مخکې د ملي امنیت نړیوالې شورا هم څو ځلې له طالبانو دا غوښتنه کړې وه. په وروستیو کې د نړیوال سازمان عمومي منشي انتینیو گوتریش په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کړې. اروپايي ټولنې او برتانیې هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ پر اوربند ټینګار کړی دی.
ښاغلي اتمر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه او برتانیه د افغان دولت سخي شریکان دي، چې د تېرو ۱۹کلونو د حقوقي او ډموکراټيکو ارزښتونو په پیاوړتیا کې یې له افغانستان سره مرسته کړې.
ښاغلی اتمر وايي، چې طالبان باید دې غوښتنو ته، چې په اصل کې د افغانانو غوښتنې دي هرکلی ووایي. هغه وايي اوربند کولای شي، چې په جګړو کې د ملکي وګړو د قربانۍ مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې دي، چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې په خبرو بوخت دي او لومړی به په هېواد کې پر اوربند بحث کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments