اتمر: طالبانو فکري ماتې وخوړه

comments 0

216 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په یو پيغام کې ویلي چې کابل کې د دیني علماوو له پریکړې او فتوا سره طالبانو فکري ماتې وخوړه.
د ملي امنیت شورا سلاکار له دفتره خپره شوې خبرپآڼه لیکي چې طالبان نور نه شي کولای چې د اسلام او جهاد په نوم خلک لیکو ته جذب کړي او د افغانانو پروړاندې یې وجنګوي.
ښاغلي اتمر له دیني علماوو مننه کړې چې په یو حساس پړاو کې یې داسې پریکړه وکړه چې د زیاتو افغانانو پوښتنې يې ځواب کړې.
هغه باور ښودلی چې دا ډول فتوا کولای شي زیات افغانان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لیکو راوګرځوي او عادي ژوند پيل کړي.
له دې سره حنیف اتمر پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ کړی چې خپلې ګټې له سیاسي لارې تعقیب کړي او د افغانانو ارادې ته احترام وکړي چې سوله ده.
ښاغلي اتمر پر دیني عالمانو برید غندلی او ډاډ یې ښودلی چې د دیني عالمانو دا وینه به رانګ راوړي او افغانستان به د ثبات لور ته لاړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments