اتمر: سعودي کې د افغان کارګرو ستونزه حلوو

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: سعودي عربستان وایي، هلته د میشتو افغان کارګرو د ژوند او کاري چاپیریال د بهتره کیدو، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او د افغان سولې بهیر په پیاوړتیا کې به خپلې هڅې روانې وساتي.
د افغانستان لپاره د سعودي عربستان نوي ګمارل شوي سفیر جاسم بن محمد ابو عشبه دغه خبرې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړي دي.
ملي امنیت سلاکار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د سعودي عربستان د نوي ګمارل شوي سفیر ماموریت مهم ګڼلی.
جاسم بن محمد ویلي، په افغانستان کې به د خپل نوي ماموریت په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments