اتمر: د سولې پروسه کې د سعودي ونډه مهمه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان د افغان سولې بهیر کې د سعودي عربستان د ونډې زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر کابل کې د سعودي عربستان له سفیر جاسیم الخالدي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې ریاض دې د افغان سولې له بهیر سره خپله همکاري زیاته کړي.
اتمر ویلي، سعودي عربستان کې د دیني علماوو وروستۍ ناستې وښوده، چې د اسلامي نړۍ ټول دیني علماء د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسیم الخالدي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
اتمر ټینګار کړی چې د نړۍ او سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسیدو لپاره اجماع لري او په سعودي عربستان کې د دیني علماوو د ناستې پر مهال د پریکړو د عملي کیدو لپاره افغان حکومت بشپړ چمتووالی لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments