اتمر: د افغانستان د پرمختګ لپاره ګډ نظر شته

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا د مشرانو جرګې له غړي کري بوکرو سره د افغانستان په امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې کړي دي.
اتمر د همکاریو میثاق د عملي کېدو په برخه کې له اداري فساد سره روانه مبارزه بریالۍ بللې ده.
د امریکا د مشرانو جرګې غړي بیا له ترهګرۍ سره د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې ده.
بوکر ویلي، امریکایان او د امریکا سیاستوال د افغانستان لپاره ګډ لید لوری لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments