اتمر: د افغانستان ثبات کې نور هېوادونه رول لوبولی شي

comments 0

6 Views

هندوکش – امریکا: د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرتېر ماښام له یو شمیر جګپوړو امریکايي چارواکو او پوځي مشرانو سره کتلي دي.
اتمر په دې لیدنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وروستي وړاندیز، د افغانستان د سولې په مسله کې د سیمې د هيوادونو د ګډون لپاره د هڅو، د پاکستان د حکومت د دریځ، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو د څرنګوالي په اړه بحث کړی دی.
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د راتلونکې په اړه هیله مندي ښودلې؛ خو په دې برخه کې یې پر ډیر کار ټینګار کړی او د افغانستاند وضعیت په سمون کې يې د سیمې او نړۍ هېوادونو رول مهم بللی دی.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments