اتمر تاجکستان ته د سفر په ترڅ د خپل سیال سره په سیمه کې پر ترهګرۍ ګډې مبارزې خبرې اترې کړي

comments 0

316 Views

هندوکش ـ کابل: په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په اړه مذاکرات دوام لري، خو د افغانستان او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په سيمه کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په هدف پر يو جامع تګلارې خبرې کړي دي.
دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر تاجکستان ته د تازه سفر په ترڅ کې له خپل تاجکستاني سيال سراج‌الدين مهرالدين سره د ليدنې پرمهال مطرح کړي دي.
د تاجکستان بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې ويل شوي، په ياده ليدنه کې له ترهګرۍ سره د سيمه ‌ييزې مبارزې په هدف د يوه بشپړ او جامع ميکانېزم پر جوړولو خبرې شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت بیا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ياده ترسره شوې ليدنه کې تاجکستاني لوري په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د شانګهای همکاريو په سازمان کې د افغانستان له بشپړ غړيتوب څخه د تاجکستان ملاتړ، د سياسي مشورتي کنفرانسونو جوړېدل، د ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاريو پراختيا، د بدخشان له لارې د بشري مرستو د جوپو او قطارونو لېږدول، له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د مؤثرې تګ لارې جوړول او د اورګاډي کرښه چې (افغانستان، چين، تاجکستان، قرغيزستان او ايران) سره نښلوي، هغه عمده ټکي وو چې په دغه ليدنه کې پرې بحث او خبرې وشوې.
د افغان او تاجکستاني چارواکو ترمنځ دا خبرې داسې مهال دي چې له نږدې يوې اوونۍ راپه دېخوا د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي ترمنځ په افغانستان کې د روانې جګړې پايته رسولو په هدف مذاکرات روان دي.
که څه هم تر اوسه د يادو مذاکراتو په اړه دواړو خواوو عمده مالومات نه دي شريک کړي، خو افغان حکومت ويلي چې په دغو خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments