اتل قول اردو: په بیلابیلو عملیاتو کې 12 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

15 Views

هندوکش – کندهار: د افغانستان په جنوب لوېدیځ زون کې د ۲۰۵ اتل قول چارواکي په کندهار او ارزګان کې د پوځي عملیاتو خبر ورکوي.
د اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عیسی ویلي چې په میوند ولسوالۍ کې په عملیاتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
احمد صادق عیسی همدا راز ویلي چې په ترینکوټ کې هم پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په ارزګان او کندهار کې د وسله والو طالبانو ۱۱ پناه ځایونه ویجاړ شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments