اترا او فیسبوک ته خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: مخابراتو وزیر اترا ادارې ته خبرداری ورکړ که د خلکو شکایتونو ته و نه رسیږي او ستونزې حل نه کړي، وزارت کې به یې مدغم کړي.

مخابراتو وزارت اترا ادارې ته شل مورده ښودلې چې په تړاو یې څېړنې وکړي او پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

اترا اداره بیا ستونزې دومره جدي نه بولي چې دا اداره دې مدغم شي او ډاډ یې ښودلی چې شل موردو کې ځینو باندې کار شوی او لا روان دی.

له دې سره مخابراتو وزارت فیسبوک ادارې ته خبرداری ورکړی، که یې شپږ میاشتو کې د افغانستان له پالیسو سره سم فعالیت و نه کړ، دا شبکه به ټولو ولایتونو کې بنده کړي.

مخابراتو وزارت له فیسبوک ادارې غوښتي چې د افغانانو کلتور او ارزښتونو سره سم دې فعالیت وکړي او هغه اکاونټونه دې بند کړي چې یووالي پاشي او ارزښتونو ته سپکاوی کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments