ابدالي: افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې تر دوو ملیاردو رسیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: افغانستان او هندوستان چې اوسمهال یې سوداګریز راکړې ورکړې تر نه سوه ملیونو ډالرو رسیږي پام کې لري چې تر دوه ملیاردو ډالرو پورې ورسوي.
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي تر ۲۰۲۰ میلادي کابل پورې به د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کرې، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او هند تر منځ سوداګریزه اړیکې خورا ښې شوې او دا مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه نږدې 900 میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغان حکومت دوبې، چین، ازبکستان، هندوستان او ځینو نورو هیوادونو ته هوایي صادرات پیل کړي چې د افغان حکومت د صادراتو کچه ډیره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دواړو لورو تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پورې خپل هدف دوه میلیارده ډالر ټاکلی دی او تر۲۰۲۲کال پورې به د چابهار بندر له پرانیستنې سره دا سوداګري نوره وده هم وکړي.
حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments