ابتدایه محکمې دوه کسانو ته برات ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې هغه دوه تنه چې د تورو پیسو پر سپینولو تورن و بې ګناه وپیژندل .
د قضیې د مؤظف څارنوال او د تورنو کسانو د مدافع وکیل له بحث او خبرو وروسته د یاد مرکز قضايي پلاوي تورنو کسانو ته برآت ورکړ.
د قضې مؤظف څارنوال د ادعا له مخې محمد اغا او ناصر د هند له هیواده یوسلو دري نوي زره ډالر له ځان سره چې منبع یې هم نه وه معلومه افغانستان ته رالیږدول .
خو د قضيې څارنوال و نه توانید چې نیول شوي کسان مجرمین وپيژني او بلاخره یې برات حاصل کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply