آی اس آی طالب مشرانو او حقاني شبکې ته نوي ځانګړي کارتونه ويشلي څو ونه پيژندل شي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په وروستیو کې پاکستان د طالبانو، حقاني شبکې، القاعدې او شلو نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله له سخت نړۍ وال فشار سره مخ دی.

په نوې کړنه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ټيلرسن پاکستان ته په سفر کې ياد هیواد ته د اويا ترهګرو يو نوملړ سپارلی چې باید پر ضد يي اقدام وشي کينې دوی به ډير ژر د يادو ترهګرو پر ضد د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په څير لاس په کار شي.

د طالبانو يوې نيږدې سرچينې په کوټه کې د هندوکش خبري آژانس له خبريال سره په مرکه کې ويلي دي چې برنیو ستونزو ته په کتو طالبان هم ويریدلي دي خو آی اس ای دوی ته ډاډ ورکړی دی چې په هرحالت کې به ترې ساتنه وکړي.

ياد طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش ته ويلي دي:« پر پاکستان تر سخت فشار وروسته د ټيټې کچې طالب مشرانو دا منلې وه چې نور به يا نيول کيږي او يا به وژل کيږي خو اوس اوس دوی زموږ رهبري خصوصا حقاني شبکې ته د نوې ډاډګيرنې په لړ کې نوي مهاجر کارتونه ويشلي دي او له ټولو طالب مشرانو يي غوښتنه کړې چې وخت په وخت باید خپل استوګنځايونه بدل کړي دوی دا کار ځکه وکړ چې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور پاکستاني پاسپورت او شناختي له طالبانو د دوی له ښکاره ملاتړ څخه پردته پورته کړه.»

نوموړی وايي:« د ګرين کارت په نوم طالب قومندانانو ته د ورکول کيدونکو کارتونو کيسه وروسته تر هغه افشا شوه چې ددې کارتونو ځينې کاپيانې په رسنیو کې شريکې شوې خو اوس طالبانو ته پاکستان د مهاجرو په نوم نوي کارتونه ورکوي او هم يي د مشرانو پر کورونو څارنه ډيره کړې.»

يادې سرچينې وويل:« په تیره اونۍ کې د نيږدې دریو طالب مشرانو کورونه څو څو ځلې له يو ځای څخه بل ځای ته وړل شوي دي که څه هم دوی يي لامل د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بولي خو په اصل کې کيسه داسې نه ده بلکه دوی ته وار د مخه خبر ورکول شوی دی چې يا به و ويشتل شي اويا به يي امریکايان ونيسي نو ځکه خو تل ځايونه بدلوي.»

ياد طالب مشر دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د طالبانو تر منځ په را پيدا شویو ستونزو کې د دوی د قاضي القضان شیخ عبدالحکيم په ګډون يو زیات شمېر طالب مسولین افغانستان ته را تښتيدلي دي او د مولوي صمد ثاني او احمدالله ناني په ګډون لسګونو طالب مشران تري تم دي.

بلخوا په پيښور کې طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي  چې ډيری ترور شوي طالب مشران هم د آی اس آی پروګرام وو ځکه ځينې طالب مشران چې د داعش او نوروترهګرو ډلو په نوم يي نه غوښتل  خپلې کړنې تر پوښتنې لاندې راولي وژل شوي دي.

په پاکستان کې طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي چې آی اس آی د روان کال له پيله هڅه کوله چې کوټې شورا سويلي افغانستان ، حقاني شبکه سويل ختيځ او د دوی د کوټې شورا چې د جلال الدين حقاني ورور خلیل حقاني يي په راس کې دی ختيځ ته را انتقال کړي چې په دریو واړو پروګرامونو کې پاتې راغلل.

هیره دې نه وي چې د طالبانو تر منځ انشعاب وروسته تر هغه را پيدا شو چې د ملاعمر د وژل کيدو راز درې کاله پټ ساتل شوی وو او د ملارسول ډلې تر انشعاب وروسته رسما طالبانو د ملاعمر وژل کيدل او د نوي مشر ټآکل کيدل ومنل، که څه هم د اخترمحمد منصور له ټاکل کيدو سره سم دملا رسول ډلې، د طالبانو دوتلي قومندان ملا دادالله ورور منصور دادالله او ځينو نورو له دوی ځانونه بیل کړل ولې منصور د زور او پيسو پر مټ نه يوازې د طالبانو لیکې بيرته متحدې کړې بلکه د ملادادالله کورنۍ يي په ډله ایز ډول قتل عام کړه او د هغوی له سپين ږيري پلار څخه يي تر وژلو مخکې ويډيويي بیعت واخیست او بیا يي و واژه.

اوس اوس د طالبانو تر منځ ستونزې يو لوري ته او پر پاکستان نړۍ وال فشارونه بل لوري ته، هغه موارد دي چې د دوی ملاتړی هیواد پاکستان کوښښ کوي ځان له سياسي انزوا وژغوري.

د چارو شنونکي وايي چې طالبان په پاکستان کې په بدلو نومونو او کارتونو سره ژوند کوي او د هر مشر کور يي نه يوازې آی اس ای ته معلوم دی بلکه د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني په ګډون د ډيرو طالب مشرانو امنيت  آی اس آی ساتي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply