آیرلند کرکټ لوبډلې به دوهمه سیالې کې افغانستان ته ماتې ورکړه

comments 0

3935 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې افغان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوریزه لوبې په دوهمې سیالۍ کې آیرلند نه ماتې وخوړه.
پچه چې افغان لوبډلې ګتلې وه په لومړې کې یې د توپ وهنې وړاندیز وکړ چې و نتوانیده لوړ سکور جوړ کړي.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٢ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ١٨٣ منډو هدف وټاکه.
د آيرلېنډ لوبغاړي توپوهنې ته راووتل، مجيب الرحمان د لومړي اوور په څلورم توپ د پورټرفيلډ ويکټ ترلاسه کړه، خو له هغې وروسته پال سټرلنګ او انډي بالبرني ودرېدل او دواړو ډېره ښه توپوهنه وکړه. پال سټرلنګ ٣٩ او انډي بالبرني ٦٠ منډې وکړې، همدا راز سيمي سنګ بيا ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.آيرلېنډ
له دوى پرته نيل اوبراين ١٠، کيوين اوبراين ٨، ګېري ويلسن ٤، انډي مک براين ١ او ټيم مرتغ بيا ٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د افغانستان له خوا راشد خان ٣، محمد نبي ٢، مجيب الرحمان او آفتاب عالم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
آيرلېنډ د افغانستان د ١٨٣ منډو هدف په ٤٣.٥ اورونو کې پوره کړ او لوبه يې په ٣ ويکټو وګټله.
د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ پنځوس اوريزو لوبو سيريز په ١-١ سره برابر دى، دريمه لوبه چې د اګست په ٣١مه ترسره کېږي، هرې لوبډلې چې وګټله، سيريز به هم د هغه لوبډلې په نوم شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments