آیا د مسکو ناسته به مثبتي پایلي ولري؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

کله چې له طالبانو سره د روسیي حکومت د اړیکو درلودلو څخه پرده پورته شوه، د افغانستان حکومت او ولس بر سیره د نړۍ اکثره هیوادونو حیران او متعجب شول، ځکه چې طالبان هغه ترهګره او انسان وژونکی ډله ده چې په افغانستان کې یې ډول ډول جنایتونو تر سره کړل او هغوي د خپلو وحشیانه کړنو او غیراسلامی او انسانی اعمالو په ترسره کولو سره ټولو ته دا ثابته کړه چې دوي هیڅ ډول اسلامي او انسانی اصولو ته درناوی نلري، هغوی د مخه هم دا هڅه کړی وه چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځاله بدل کړي او هر ډول انسان وژونکي او جنایتکاري ډلي د نړۍ له هر ګوډ څخه افغانستان ته راغلي او د طالبانو تر بیرغ لاندې د افغانستان د حکومت او ولس پر وړاندې جنګیدلي، القاعده، د شرقی ترکستان اسلامي جنبش، ایغوریان، د منځنی آسیا ترهګری ډلي او … هغه ترهګري دلي وي چې له طالبانو سره یې په ګډه ترهګریز اعمال تر سره کول، دغو ډلو د افغانستان له مرزونو څخه بهر هم ترهګریز بریدونه تر سره کول او دا یې په ډاګه کړه چې دوي هیڅ راز نړیوالې اړیکي او قوانین نه مني او په هره اندازه چې پیاوړي شي د نړۍ ثبات به له ګواښ سره مخ کړي.
دا چې اوس مهال د روسیي مقاماتو له طالبانو سره اړیکي ټینکي کړي د دې تر څنګ دا تورونه هم پرې لګول شوي چې پوځي تسلیحات د ترهګرو ډلو په واګ کې ورکوي، خو د روسیي مقاماتو دغه تورونه رد کړي، خو شواهد د دې ښکارندوي کوي چې روسیي له طالبانو سره روابط ټینک کړی او له هغوي څخه ملاتړ کوي.
څرنګه چې د روان کال په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو ځیني ډلي د هیواد په شمالي ولایتونو کې چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وي، دوي له حکومت سره د خپلو جنګیالیو د یو ځای کیدو دلیل له روسیي سره د طالبانو د مشرانو اړیکي ښودلي وي او هغوي په صراحت سره دا اعلام وکړ چې طالبان اوس مهال د روسیي لخوا په مالي او پوځي برخه کې تمویل او تجهیز کیږي.
په هر حال دا چې په پام کې ده چې د نومبر په ۹ مه نیټه یو ځل بیا د افغانستان د سولې په اړه په روسیه کې د پاکستان په ګډون د ځینو هیوادونو ناسته تر سره شي چې په دغې ناسته کې دافغانستان استازی هم ګدون وکړي، خو د افغانستان د خلکو تمه او غوښتنه له دغه ډول ناستو څخه دا ده چې په ډیر اخلاص او ریښتینوالۍ سره د افغانستان د ناامنیو ریښي وپتیل شي، د ناامنیو عوامل وڅیړل شي، د شته ناامنیو د عواملو لپاره لازمې او منطقی طرح وړاندې شي، یوه خبره ښکاره ده پرته له دې چې په پاکستان باندې فشار را نوړل شي او د دیورند کرښۍ هاخوا د ترهګرو ډلو ځالي له منځه یونوړل شي په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټنګښت ناشونې کار دی، دا ځکه که چیری طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شي او یا هم د افغانستان حکومت هغوي له منځه یوسي، بیا هم پاکستان نورې ترهګري ډلي لکه داعش به تمویل او تجهیز کړي او دافغانستان او سیمي د ناامنه کیدو په موخه به یې رواستوي، نو له دې امله د افغانستان خلک له دغې ناستي څخه دا تمه لري، که چیری هغه ګډون کوونکي هیوادونو په ریښتیني توګه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټنګښت غوښتونکي دي، باید پاکستان دې ته مجبور کړي تر څو د ترهګرو ډلو له تجهیز، تمویل او ملاتړ څخه لاس واخلي او پرته له هغه دا ښکاره ده چې نه یوازې سوله به ټنګښت و نه مومي بلکې د سیمي او نړۍ پروړاندې به لا زیاتي ستونزي راولاړې کړي.
د یو سوکاله او با ثبات افغانستان په هیله

Share this page to Telegram

Comments