آیا حکومت او ملت د سولې لپاره طرحه او اجماع نلرله؟/ بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د یو شمېر ډلو ټپلو استازیو او ګوندونو د جګړې د پای، له طالبانو سره د خبرو او سولې ته د رسېدو لپاره طرحه جوړه کړې. په دې طرحه کې د سولې لپاره په کور دننه د (ملي اجماع) او له طالبانو سره د خبرو لپاره د ۱۵ کسیزه پلاوي د جوړیدو پر څرنګوالي، د ( تاوتریخوالي پر کمیدو) او د اوربند په اړه موضوعات مطرح شوي دي وایی دا طرحه به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي. دغو کسانو تېره اوونۍ هم له هغې وروسته د سولې لپاره طرحه جوړوي، چې ولسمشرمحمداشرف غني دوی ته ویلي وو، چې د هېڅ یوې برخې لپاره جامع طرحه نه لري. لومړی خو دا راټول شوي او طرحې والا کسانو په خپله اوږده واکمنۍ کې طرحه نه لرله، له همدې امله پرې سختې نیوکې دي، چې ولې یې د سولې لپاره د خپلې واکمنې پر مهال څه ونه کړل، بلکې جګړه یې لا تازه کړه او د دې جګړې د دوام لپاره د دوی د ناسمو کورنیو او بهرنیو پالیسیو له لاسه ترهګري او اروپکي بیا را وټو کېده او ماتې خوړلي طالبان بیا د سرخوږي وړ شول، چې اوس یې په سیاسي کچه هم د دوی له لاسه اعتبار جوړ کړ، همدا د دې طرحې طراحان وو، چې قطر او مسکو ته یې سفرونه وکړل او طالبانو ته یې سیاسي ارزښت ورکړ، بل دا چې په اوسنۍ طرحه کې هېڅ نوي څه نشته، یعنې د (( تاوتریخوالي کمول)) هغه څه چې پرې لانجه ده، دغه کسان هم اوربند چې د ملت اساسي غوښتنه او د سولې لومړی شرط دی، مهم نه دی ګڼلی او په دې طرحه کې یې پوخ ټینګار نه دې پرې کړی!؟ حال دا چې د یوه څاڅکي وینې تویولو واک او اختیار هم هېڅوک نه لري، نو دا کسان بیا ولې روایت ورکوي، چې ګنې (( تاوتریخوالی دې کم شي)) همدا راز د بین الافغاني سولې خبرې بل شرط دی، چې دوی لومړیتوب نه دی ورکړی، بلکې ویلي یې، چې ګنې دا طرحه به بیا دې ته زمینه برابره کړي!؟ دوی د ملي اجماع خبره هم کړې، چې ګنې په دې طرحه کې شته، خو حکومت په دې اړه د خپل ملت په لارښوونه او مشوره، د سولې لپاره ډېر د وخته ملي اجماع رامنځته کړې او په تېرې ورې میاشت کې د ملت له استازیو د سولې لپاره په ملي مشورتي لویه جرګه کې دا اجماع نوره همه پسې پیاوړې کړه او د سولې لپاره یې حکومت ته پوره تګلاره وټآکه، هغه لویه ملي مشورتي جرګه کې چې د اوسنۍ طرحې کسانو په کې له ګډونه انکار وکړ او په دې سره نور هم له ملته ګوښه شول! موږ له دوی پوښتو چې د دې پر ځای به بله ملي اجماع کومه وي؟ په اصل کې دا کسان له ملي اجماع تېښته کوي او موږ دا تېښته څو څو ځله لیدلې هم ده، بل دا چې هغوی د ملت استازولي کولی نه شي، یوازې او یوازې یو څو ډلې او ګټو شریکان یې ورپاتې دي، بس نور په ملت کې ملاتړ نه لري خو افغان حکومت د ملي اجماع په شتون کې د سولې لپاره مهمه طرحه او پلانونه لريو چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه یې ملاتړکېږي، مهم بهرني لوري او په تیره اروپایي او نړیواله ټولنه، د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو ننګه کوي که دا ډلې د سولې غوښتنه کولی، نو له دغه بهیر سره به یو ځای شوې وای او خپل غږ به یې له ملي او نړیوال غږ سره یو ځای کړی وای اوس هم وخت دی، دوی دې له مخالفتونو لاس واخلي او له ملي اجماع سره دې یو ځای شي، چې د سولې لپاره لومړی اوربند رامنځته او بیا بین الافغاني خبرې پیل شي.

Share this page to Telegram

Comments