آلیس ویلز: په لوګر کې دې د جنسي ځورونو راپورونه په دقیقه توګه وڅېړل شي

comments 0

0 Views

هندوکش-امریکا:د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي افغان حکومت او لویه څارنوالي دې په لوګر کې د جنسي ځورونو د ادعاوو او راپورونو دقیقه پلټنه وکړي.
د نوموړې په وینا د ماشومانو او زده کوونکو جنسي ځورونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او دغه ډول پېښې باید دقیقې و څېړل شي.
په ورته وخت کې افغان حکومت بیا ویلي چې لویه څارنوالي دغه مسئله په هر اړخیزه توګه څېړي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments