آلمان د افغانستان له ملي پولیسو سره د همکارې د دوام خبر ورکړ

comments 0

6832 Views

هندوکش – کابل: الماني ورځپاڼې بلډ ام زونټاګ د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر هورسټ زیهوفر له قوله ویلي چې د یوې تلپاتې سولې، امنیت او ثبات په برخه کې د افغانستان حکومت لا هم د دوی ملاتړ ته اړتیا لري، نو دوی به له یاد هېواد سره خپلو مرستو ته په ځانګړې توګه د افغان ملي پولیسو د روزنې په برخه کې دوام ورکړي.
المان په کابل کې د روان کال په سپټمبر میاشت کې تر یو برید وروسته خپله روزنیزه پروژه په لنډمهالې توګه ځنډولې وه.
زیهوفر ویلي، دوی ژمن دي چې د افغان حکومت ملاتړ او دغه راز د دې هېواد د ملي پولیسو روزنې ته دوام ورکړي.
المان دا ژمنه په داسې حال کې تازه کوي چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې خورا ګرمې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments