آلاپوکو پیتزا

comments 0

0 Views

اړین توکي :
‌د پیتزا اوړه– ۱۴۰ ګرامه
رومی بادنجان – ۱ دانه
خرمیړي – ۷۰ ګرامه
د پیتزا پنیر – ۸۰ ګرامه
دچرګ د سینې غوښه – ۱۱۰ ګرامه ( پخه شوې )
اوږه – ۱ غوزه
د زیتون غوړي– د اړتیا په اندازه
د جوړولو طریقه :
لومړی رومي بادنجان رنده کوو او په یوه تابه کې تفت ورکوو ، وروسته د پیتزا اوړه هواروو او رومیان یې پر سر اچوو په بله مرحله کې خرمیړي چې مخکې مو په اوبو کې خوټولي ټوټې کوو او د پیتزا په اوړو یې اچوو او د پیتزا پنیر یې په سر اچوو ، ورسته د چرګ د سینې غوښه له یوې غوزې اوږې سره چې مخکې مو ټوټه کړې په یو بل لوښي کې له زیتون غوړیو سره تفت ورکوو وروسته یې له نورو توکو سره یوځای کوو او په داش کې یې ١٢ درجې حرارت ته ږدو له پنځلسو دقیقو وروسته زمونږ پیتزا چمتو ده .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments