آش

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- آش يوه كڅوړه ( 700 ګرامه ) .
2- لوبيا يو ګيلاس ( 230 ګرامه ) .
3- نخود يو ګيلاس ( 230 ګرامه ) .
4- كوفته سوي غوښي ( 750 ) ګرامه .
5- پياز ( 250 ګرامه ) .
6- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه .
7- د روميانو رُب يوه د خوړو كاچغه .
8- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه .
9- وچه نعناع يوه د خوړو كاچغه .
10- غوړي ( 150 ګرامه .
11- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
لوبيا او نخود يوه شپه د مخه خيشته كړى. غوښي او دوې دانې پياز هم تر ماشين وباسى پياز په غوړو كي سره كړى كله چي سره سول كوفته سوي غوښي ور واچوى او د پنځو دقيقو لپاره
يې سرې كړى بيا نو د روميانو رُب د كټوي دارو مالګه او مرچ او لږ اوبه
ور واچوى، د دېګ سر ور بند كړى تر څو كوفته پخه سي. كله چي كوفته پخه سول او پر غوړو باندي راغلل د اور څخه يې ليري كړى. لوبيا او نخود په بل دېګ كي د لږ مالګي او سوډا سره واچوى، لږ اوبه ور واچوى، پر
اور باندي يې كښېږدى چي و اېشي ( د آش لپاره چي هر څومره دېګ
غټ وي او اوبه يې ډيري وي هغومره يې آش ښه راځي ) بيا نو آش
ميده، ميده كړى او اېشېدلو اوبو ته يې واچوى او پرې يې ږدى څو و
ايشي كله چي آش پاسته سول صاف يې كړى او يو څه يخي اوبه پر واچوى بيا نو آش، لوبيا او نخود سره ګډ كړى.
بيا نو په غوري يا دېش كي لاندي كُرت واچوى سربېره د لوبيا او نخودو سره ګډ سوي آش واچوى پر سر يې كوفته واچوى وچه نعناع او سره مرچ يې پر سر ور ودوړوى. بايد ووايو چي ځني خلګ د ژمي
په موسم كي ډېر كُرت په كاسو كي اچوي او بيا آش ور اچوي او پر سر يې كوفته ور اچوي.
يادونه:- د ګرميو په موسم كي تاسي كولاي سى چي د كُرتو پر ځاي د مستو څخه كار واخلى.

Share this page to Telegram

Comments