آسیایي برګر

comments 0

0 Views

اړین توکي
مواد لازم :
کوفته شوې غوښه – ۲۵۰ گرامه
پیاز – ۱ دانه
ګاذر– ۲۵۰ گرامه
د چرګې هګۍ – ۱ دانه
د برګر ډوډۍ – د اړتیا په اندازه
وچه ډوډۍ ، غوړي – د اړتیا په کچه
مالګه، تور مرچ –د اړتیا په کچه
د جوړولو طریقه
لومړی غوښه له ګاذرو ، وچې ډوډۍ پیاز او هګیو سره ګډوو ، د یادونې وړ ده چې کوفته شوې غوښه د ۲۴ ساعتونو لپاره په یخچال کې کېښودل شي وروسته د یوې ټوټې په اندازه دا مخلوط را اخلو د لاس په ورغوي کې یې د دوه سانتي مترو په اندازه غوړوو ، هواروو او په غوړیو کې یې د ملایم حرارت پر سر اچوو تر هغې چې طلایی رنګ ته واوړي ، وروسته له کاهو د برګرو ډوډۍ بادرنګو او رومي سره تاوو او نوش جان کوو یې .

Share this page to Telegram

Comments